%da%85%d9%be%d9%87
16.03.2011 21:07 غزل / شريف الله دولت زی

اوس چې څوک ښه خبره کړي نو ورته غوږ نيسو مونږ / اوس د پخوا پۀ شان ساده نۀ يو سر زوري نۀ يو


16.03.2011 21:04 غزل / عبدالله دولت زی

د يار وعدې شوې بې حسابه ډېرې / نوره يې ما ته اندازه نۀ کيږي


08.03.2011 12:16 غزل / ميوند ځوان ، شينواری

مورې! دعاګانې ورته وکـــــــړه چې سـرلوړی وي / ســـــــتا بچی خو ستا پۀ دعاګانو باندې ښـاد دی


17.12.2010 12:39 د عبدالمجيد جواد ښکلی شعر

چې هر دوست ته واې رحمت دښمن ته تندر / يو ساعت ته وای جواد باران باران


26.11.2010 07:37 فولاديزې مټې / عبدالمجيد جواد

تښتي دُښمنان مو پښې ې سپکې دي / بيا د فولاديزو مټو ټکې دي


06.10.2010 12:36 نيمګړی خوب / عبدالولي خزان

لۀ دې کاره مې زړۀ موړ شي پۀ زارۍ شم پۀ توبه شم / ستا پۀ پښو کې سجده وکړم تۀ مې رب زۀ دې بنده شم


04.09.2010 09:37 غزل / صفت الله کړاؤ

چې اننګي دې پرې لمبه لمبه شي / را دې که را، يوه بوسه لېونۍ


02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي


31.08.2010 10:57 غزل / نورخان مفتون

زۀ مفتون دا يو يادګار درځنې غواړم / د کفن پۀ ځای مې ښخ کړه لوپټه کې


27.07.2010 07:58 غزل / نورخان مفتون

پۀ پيسو کۀ پخلا کېږې، خو غريب يم ! / کۀ مې سر غواړې چې زۀ يې در ادا کړم


25.07.2010 07:04 غزل / نورخان مفتون

لرې نه مسکی شه وايه ستا يمه / پۀ سپينه خولۀ وعده کوه لنډ مۀ راځه


22.07.2010 07:45 غزل / صفت الله کړاؤ

مچۍ پۀ خولۀ باندې تاويږي درته / هلته يې ليدلي پتاسې شونډې


21.07.2010 12:36 غزل / سيدجمال الدين فاطمي

پښتون هر وخت پۀ ټټر ګذار خوړلی / رذيلان کوي پۀ خلکو ګذار پټ پټ


20.07.2010 07:14 د ګل محمد ياري يو ښکلی شعر

ســـــــــــــــهار وختي زما ليدو ته راشه / کــــــــــــــــــــــــــنه نو تللی پۀ سفر يمه زۀ


19.07.2010 13:14 د صفت الله کړاؤ يو ښکلی شعر

(کړاؤ) غوندې به خړې سترګې تل ورته ولاړ وي / هر څوک چې پۀ قشنګه غنمرنګ هلک زړۀ وبايلي


ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.