%da%85%d9%be%d9%87

د تمباکو څکولو زيانونه / ډاکټر عبدالهادي حماس

12.01.2010 10:12

پۀ نړۍ کې پۀ هرو اتو ثانيو کې يو کس پۀ تمباکو پورې اړونده ناروغيو لۀ کبله مړ کيږي ځکه خو د غو څېړنو نړۍ وارخطا کړې او پۀ مجلو او ورځپاڼو کې د دغه زيانمن بوټي څخه د  ډډې کولو لۀ پاره مقالې چاپ او خپريږي . د يوې بلې پلټنې لۀ مخې  څرګنده شوې ده چې (٤٤٠٠٠٠) تنه امريکايان هر کال د هغو ناروغيو لۀ کبله مري  د کومو اړيکې چې لۀ تمباکو سره وي . پۀ ١٩٤٥ کال کې د نړۍ روغتيايي ټولنې يوه پلټنه تر سره کړه پۀ دغه پلټنه کې څرګنده شوه چې د تمباکو د کارونې لۀ کبله پۀ همدغه کال کې ١.٤٤ ميليونه نارينه او ٤٧٥٠٠٠ ښځينه عادتيان د پرمختګ پۀ حال هيوادونو کې مړۀ شوي ؤ ، دغې پلټنې دا هم جوته کړه چې د ١٩٥٠ او ٢٠٠٠ کلونو تر منځ شپېتۀ ميليونه وګړي د پرمختګ پۀ حال هيوادونو کې د تمباکو د کارونې لۀ کبله مړۀ شوي دي اتۀ لکه وګړي پۀ تمباکو پورې د اړونده ناروغيو لۀ کبله مري پۀ مړو کې لۀ نيمايي زيات هغه کسان ؤ چې عمر يې د ٣٥ او ٦٥ کالو پورې و.

د امريکا پۀ متحده ايالاتو کې د ټولو مړينو لامل پۀ شپږو کې د يوۀ کس د تمباکو څښل دي ، دغه مړينه تر هغې مړينې زياته ده کومه چې پۀ نوموړي هيواد کې د شرابو ، ټوپک ، غيرقانوني درملو اوايډز څخه منځ ته راځي .

سګريټ يو داسې زهر جن مواد لري چې  د چنګاښ لامل ګرځي ! سګريټ او د تمباکو کارونه ډېر ستر ، ستر زيانونه لري چې څو بېلګې يې پۀ  لاندې ډول يادوو:

* د سګريټو او د تمباکو کارونه د ز،ه حملې منځ ته راولي ! سګريټ  او د تمباکو څکوونکي پنځۀ ځله زيات د عادي خلو پۀ نسبت د زړۀ پۀ حملې اخته  کوي !

* د امريکا پۀ متحده ايالاتو کې هر کال ٦٥٠٠٠ وګړي د زړۀ لۀ حملې څخه مري چې پۀ دوی کې ٣٠٪  يې د سګريټو عادتيان وي ، پۀ سګريټو څکولو سره د انسان پۀ وينه کې يو ډول مواد کميږي چې د هغوی پۀ کمېدو سره د ز،ه د حملې لۀ پاره لاره هواريږي .

* د سګريټو کارونه پۀ سږو ډېره بده اغېزه کوي ، د سګريټو لوګی نيغ پۀ نېغه سږو ته ننوزي ، د سږو انساج تخريبوي او سږي پۀ بېلا بېلو ناروغيو اخته کوي چې پۀ پايله کې ناروغ ته ساه لنډي او ډول ، ډول ناروغي پيدا کيږي ، هغه بدلونونه چې د سګريټو پۀ وسيله پۀ سږو کې منځ ته راځي بيرته نۀ جبران کيږي . د سګريټو څکونه پۀ سږو باندې يوه بله خطرناکه ناروغي هم منځ ته راوړي چې چنګاښ يا سرطان نوميږي ! د سږو د سرطان ٩٠٪ لامل  سګريټ پېژندل شوی ، څوک چې سګريټ څکوي لس چنده زيات د سږو د چنګاښ لۀ پاره چانس لري ، پۀ همدې ډول څوک چې سګريټ څکوي پۀ دوی کې د شونډو ، خولې ، حنجرې ، معدې ، بډوډو ، مثانې چنګاښ هم د سګريټ  د نۀ څکوونکي پۀ نسبت زيات پيدا کيږي .

* سګريټ څکونه پۀ عصبي سيستم هم ناوړه اغېزه کوي ، هغه څوک چې سګريټ څکوي دوه دوه نيم ځله زيات د سګريټ د نۀ څکوونکي پۀ نسبت پۀ دماغ کې د رګونو د وچېدا او شکېدا پۀ ناروغيو اخته کيږي [C V A] !

د دې ناروغۍ پايله ډېره خرابه وي او زياتره ناروغان پۀ عصري وسايلو هم نه روغيږي بلکې لۀ منځه ځي ،

* څوک چې سګريټ څکوي دغه خلک د نارينه جنسي الې د نه پورته کېدو په ستونزه اخته کيدای شي همدارنګه سګريټ څکونه د منيو د غلظت زياتوالی او پۀ هغوی کې د سپرم د حرکت کموالی منځ ته راوړي د کومو پايله چې پۀ شنډتوب تماميږي . د برطانيې پۀ يوه تازه ژورنال کې ښکل شوي دي چې د سګريټ څکونه لۀ وخت نه مخکې د سترګې ګل پيدا کوي ، همدارنګه کيدای شي د سترګې د ړوندوالي او د وينې د چنګاښ لامل شي .

* کومې اميدوارې ښځې چې سګريټ څکوي کيدای شي چې دوی خپل ماشوم زيان کړي او يا خو يې ماشوم مړ پيدا شي .

* د سګريټو څکونه پۀ هډوکو هم اغېزه کوي ، هډوکي نري کوي ، هډوکي جال ، جال کوي پۀ نتيجه کې هډوکي پۀ اسانۍ سره ماتيږي او بيا رغونه يې ستونزمنه وي . هغه کسان چې سګريټ څکوي امکان لري چې د مړوند بند ، د ورانۀ بند او د ملا کړۍ يې ماتې شي .

نورې څېړنې وايي چې څوک سګريټ څکوي د دوی پۀ مخ کې لۀ وخت نه وړاندې ګونځې پيدا کيږي .

ګرانو لوستونکو!

دا ؤ هغه زيانونه چې د سګريټو او تمباکو لۀ کارونې څخه منځ ته راځي او داسې پۀ زرګونو نورې ستونزې چې دلته يې ليکل موضوع ستروي د سګريټو پۀ وسيله پيدا کيږي ، حال دا چې مونږ ته اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې مونږ ته د نشه يي توکو نه د ډډې کولو امر کړی دی او پۀ دغه امر کې تاسې وکتل چې څومره ستر ، ستر حکمتونه پراتۀ دي! يوازې سګريټ وګورئ چې څومره زيان لري او عادتي ته پۀ خپل لوګي کې څومره پټې بلاوې لري او د هغۀ پۀ روغتيا څومره ناوړه اغېزه کوي ، او نۀ يوازې دا چې سکريټ څکول د عادتي ځواني خرابوي بلکې پۀ نږدې چاپېريال باندې هم بده اغېزه کوي ، پۀ کورني ژوند کې د يوې کورنۍ د غړو لۀ پاره څومره زيان پکې پروت دی ! حال دا چې نشه يي توکي د اسلام  مقدس دين منعه کړي ، هغه يې ناروا ګڼلي دي او د منعه کولو لامل يې هم لۀ اخروي ګټو پرته پورتنۍ ټولنيزې ګتې هم دي .!

محمدطاهر 15.03.2010 12:12

زماپه نظر حوسگريّټ خكول ډير بدعمل دي خکه چي دا صحته زيات زيان رسوي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.