%da%85%d9%be%d9%87

غوره بيتونه - لومړی

27.06.2010 08:48

تو لعنت په هغه چا شــــــــــــــــــه چې د قام سوداګري کا

د پنځـــــــــــو پيسو لۀ پاره د اغيارو نوکـــــــــــــــــري کا

خدايه هسې زوی لوی مه کړې د پښتون په کورنۍ کې

چې لۀ ننګه بې خـــبر وي او دښــــــــــمن پرې باداري کا

(ارواښاد ملنګ جان)

زۀ د جنګ او امن په يو داسې بريد ولاړ يمه

لاس د رقيب خلاص خو خپل ياران را وروي لمبې

(رحمت شاه سايل)

بېلتونه دا خل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زۀ!

په لمن اوښکې  وچووم او جانان بېرته راشي .

(دروېش درانی)

ولې مې پۀ ځمکه وطن نۀ درلود؟

دا به پۀ قيامت کې خدای ته وايمه

(اجمل اند)

زما د ګل وطن کوڅه، کوڅه لۀ خرو ډکه ده

دا د سړي زامن پکې دانه، دانه خلک دي

(عزت الله ځواب)

وه ګهيځه! مړ شې په دې نيمه شپه !

څنګه شوې راجګ په دېوالۀ باندې

حيات الله ګهيځ

محمد داود ساګر 01.02.2013 07:59

خوند کو سایله پښتانه یاران
سل ځلی خفه شی خو بیلیږی نه
رحمت شاه سایل

نه کیږی اشنا ګوزاره ګرانه ده
یاره بی له تا ګوزاره ګرانه ده
ته لکه شیده لکه پیروی یی
زه لکه ملا ګوزاره ګرانه ده
عزت الله ځواب

په لیدو دخوږ اشنا می یقین نشته
چا ویلی چی یی خال په جبین نشته
چی یادونه به ستا نه راځی زړګی ته
داسی شپه داسی سحر ماسپښین نشته
محمد داود ساګر

محمد داود ساګر 30.01.2013 15:59

ډیر خوندور دی دا د غوره بیتونو برخه مننه فاطمی صاحب او زه به درته د اسرار اتل صاحب یو څو بیتونه ډالی کړم:

څوک چی دی نظر ته راټول شوی دی
ټول می د زړه سر ته راټول شوی دی

هر ځای پښتانه بی اتفاقه وی
یو بل سره شرط ته راټول شوی دی

اور وروی سترګی ستا باڼه غشی
جنګ کوی سنګر ته راټول شوی دی

ډیر دی لېونی کړل د اتل په شان
ستا د کوڅی ور ته راټول شوی دی

مشفق حریتمل 09.04.2011 08:34

زیرمازدیگرکی به چا،چا اوچابه چاته کتل.
خوماجانانه فقط تاکی وی نیولی سترگی.مشفق حریتمل

مشفق حریتمل 15.03.2011 05:29

دغوره بیتونودابخش خودیرپه زره پوری دی هیله ده چه دلاپرمختگ په لورگرندی گامونه واخلی اوزه به هم درته ددرویش درانی یودوه بیته دردالئ کرم چه وایی!
بیلتونه دازل دی داعمردومره لندشه چه زه*
په لمن اوشکی پاکوم اوجانان بیرته راسی*
بل
په کوم نوم دی وستایم په کوم نامه دی یادکرم*
ای یاره ای نگاره ای صنمه ای جانانه*

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.