%da%85%d9%be%d9%87

ټپيزې / عبدالولي خزان

14.07.2010 07:35

پۀ بشرونو کې بشر يې
زړۀ ته را تېر يې معتبر يې
لۀ سپوږمۍ ستورو بختور يې
کور دې اسمان تۀ پۀ کې لمر يې
افتاب پرست پۀ  شانتې مخ درپسې وړمه

دستا پۀ مينه کې برباد يم
ټوله شپه ويښ يم پۀ فرياد يم
پۀ غرو رغونو کې اباد يم
دستا به هېر کۀ به دې ياد يم
زۀ چې قدم پۀ قدم ږدم تا يادومه

يار دې لۀ ما نه لرې نۀ ځي
زړګی زما ورپسې وځي
خولګۍ دې راکه لمر پرېوځي
څوک پۀ رضا لۀ ملکه نۀ ځي
يا ډېر غريب شي يا ديار لۀ غمه ځينه

محمدوزیرجبران (نبی زاده) 26.10.2011 15:22

یاره___ خدای خودی ژوندی لره
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
جانان زمازه دجانان یم = دیاردپاره درمسال جاروکوومه

حبیب زی 14.07.2010 11:35

همم....ښه هڅه ده !

دټپیزو لوستل خو د خټکوزړو دخوراک په څیر دی په دوه دریو چیرته ګذاره کیږی ‌ډیری لیکه یره!!ډاریږه مه د حنیف حیران نه دی زه خلاصوم کنه!!

لوی شی

کلوله پښته کابل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.