%da%85%d9%be%d9%87

ټپيزې / سيدجمال الدين فاطمي

14.07.2010 07:47

دا چې لۀ لرې پۀ خندا ده

رڼا، رڼا ښکلا، ښکلا ده

لۀ ډېره کبره پۀ هوا ده

دا نازولې لور د چا ده؟

پۀ لاره ځي د خلکو زړونه تښتوينه.

پۀ زړۀ زخمي وي ناقرار وي

تل يې غمونو سره کار وي

لۀ خپله ژونده هم بېزار وي

مين يې مۀ کړې مين خوار وي

کۀ دی سردار وي د ريبار غلام به وينه.

د جانان مينه سره لمبه ده

زړګی مې سوی دی ايره ده

جينۍ د سرو ګلو غونچه ده

خوله يې د ګوړې نه خوږه ده

په غونډه زنه يې ګني کرلي دينه.

محمدګل اشنا 13.02.2012 13:24

فاطمي صاحب په ټپیزو کی دې یو نوی خوند پروت دی الله دې همت درکړي چې له دې څخه هم ښکلی ټپيزې ولیکﺉ زما خو دې دغه ټپیزې ډیرې خوښې شوې.

فاطمي 15.07.2010 07:08

ښاغلی ورور حبيب زی !
سلامونه او نېکې هيلې!
فاطمي د خفګان سړی نۀ دی ، ستاسو تبصرو، نيوکو او وړانيزونو ته سترګې پۀ لار يو او پرې خوشالېږو٠
بيا هم له تاسو نه يوه نړۍ مننه کوو چې تبصرې مو کړي او مونږ ته مو ډاډ رابښلی ، څپه ستاسو ده او ستاسو پۀ ملاتړ او همکارۍ لا ښکلې کيږي .
مننه ، کور مو ودان

حبیب زی 15.07.2010 04:01

هلکه جمال الدینه!

پرون می ستا او د خزان په ټپیزو تبصره لیکلی وه خو تر اوسه دی خپره نکړه لکه چی خفه شوی !

ځه خیر! بیا به ستا په بلوګ کی څه شی نه لیکم...

حبیب زی 14.07.2010 11:40

هلکه فاطمی ښی ټپیزی دی خو تاته می هم هماغه مشوره ده چی ښاغلی عبدالولی خزان ته می لیکلی.

مننه

کلوله پښته کابل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.