%da%85%d9%be%d9%87

دپکتيا پوهنتون د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) اتل شو٠

25.07.2010 07:25

دغه ټورنمنټ چې د يونيسف موسسې لۀ خوا د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ)  پۀ نوم د پکتيا ولايت پۀ مرکز ګردېز کې جوړ شوی ؤ چې نژدې شپاړس لوبډلو پۀ کې ګډون کړی ؤ ، چې د سياليو پۀ لړ کې د پکتيا پوهنتون او  رود احمدزيو لوبډلې پايلوبو ته ووتې ، پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه ، د پوهنتون  لۀ خو دوو تنولوبغاړ و ښې منډې جوړې کړې ؛ چې رحمت الله ٤٠ منډې، فاروق ٣٢ منډې جوړې کړې ددوی لۀ سوځېدو څخه وروسته د پکتياپوهنتون لوبغاړو پۀ خپل وار لوبه وکړه او د رود احمدزيو ته يې ١٣٤ هدف وټاکۀ ٠
لۀ دې وروسته د رود احمدزيو لوبډلې توپ وهنه پيل کړه پۀ لومړي اور کې احمدالله ٢٠ منډې جوړې کړې چې دپوهنتون لوبډله يې وارخطا کړه په دويم اور کې احمدالله د بازمحمد لۀ خوا وسوځېد د احمدالله پۀ سوځېدو سره د رود احمدزيو لوبډله تر فشار او تاثير لاندې راغله او مسلسل وېکټې يې لۀ لاسه ورکړې چې پۀ پايله کې  د روداحمدزيو لوبډلې ونشوای کولی چې هدف ته ځان ورسوي له ډېر سخت پړاو نه وروسته لوبه  د دوه منډو پۀ توپير سره د پوهنتون پۀ ګټه تمامه شوه او  د روداحمدزيو لوبډلې د ١٣٢ منډو پۀ جوړولو ټول سوځېدل ٠
* د پکتياپوهنتون يو تن  توپ ويشتونکی بازمحمد پۀ نوموړې سيالۍ کې ښۀ وځلېد، ښاغلي باز محمد پۀ درې اورونو کې ٣ منډې  ورکړې ، څلور لوبغاړي يې وسوځول او د لوبې مرکزي لوبغاړی ونومول شو٠
ديادونې وړ ده چې ددې پايلوبې د کپونو او ډاليو وېشلو پروګرام به نن يکشنبه ١٣٨٩/٥/٣ د پکتيا ولايت د صحت عامې پۀ تالار کې د يو لړ مراسمو پۀ ترڅ کې تر سره شي ٠

PUCT

Barialay Ahmadzai 27.07.2010 06:32

Salam Enayat Jana!!
Awal kho tar tola da makha taso,Jamaludin,Ehsan,wali aw Nazir ta di zara di kumi MUBARAKI wayama, ALLAH mo hamdasi Kamyaba lara.

REgards,
Barialay Ahmadzai (Shamshatoo)

Rahimullah 25.07.2010 14:58

Salam..Mr inayat shinwari.its me rahimullah shinwari .. taso me waledai no der khoshala shom... shayad che taso za pa yad yem.. da Dr.hamid shinwari wror

شينواری :
سلامونه او نېکې هيلې! وروره پۀ ياد مې يې، پۀ لاندې برېښليک پته ماسره اړيکه ټينګه کړه :
Enayatullah.sajad@yahoo.com
مننه

حضرت 25.07.2010 11:46

ډیر ښه مونږ طمع لرو چی همداسی ځوانان به آفغانستان په پښو ودروی.

پکتياوال 25.07.2010 10:18

دا سيالي شل اوريزه وه که یوه ورځنۍ؟

په درنښت

شينواری :
پکتياوال صيب ! سلامونه !
دا شل اوريزې سيالۍ وې، لۀ پوښتنې مو مننه ٠
کورمو ودان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.