%da%85%d9%be%d9%87

افغان يونايټيډ بانک لۀ پکتيا پوهنتون څخه د کرکټ سيالي وګټله

08.06.2011 12:56

د افغان يونايټيډ بانک او پکتيا پوهنتون د کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالي د يکشنبې په ورځ په کابل کې  شا او خوا د سهار په نهه بجو پيل شوه، افغان يونايټيډ بانک پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې په ٢٥ آورونو کې يې پکتيا پوهنتون ته ١٨٤ منډې هدف وټاکۀ پکتيا پوهنتون ونشوای کولی چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او افغان يونايټيډ بانک دا سيالي په ١٠ منډو وګټله.

د افغان يونايټيډ بانک له خوا همايون ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د يادونې وړ ده چې د پکتيا پوهنتون له خوا خيال محمد او رحمت ښه ملګرتيا وکړه او ٨٢ منډې يې جوړې کړې او محبت په توپ اچونه کې وړتيا وښوده او درې لوبغاړې وسوځول..


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.