%da%85%d9%be%d9%87

د پکتيا پوهنتون لوبډلې د نښتر لوبډلې نه د کرکټ سيالي وګټله

15.06.2011 07:45

د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې لۀ خوا د (کرکټ د سولې لۀ پاره ) په نوم د کرکټ ټورنمنټ جوړ شوی چې ددې ټورنمنټ لومړۍ سيالي د رود احمدزيو او زرمت لوبډلو لۀ خوا ترسره شوې  نوموړې سيالي د رود احمدزيو لوبډلې په ١٠ منډو د زرمت له لوبډلې څخه وګټله.

د نوموړي ټورنمنټ دويمه سيالي پرون د ٢٠١١ميلادي کال د جون د مياشتې په ١٤ نېټه د پوهنتون او نښتر لوبډلو تر منځ  وشوه چې لومړی پوهنتون لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه  د پوهنتون لوبډلې په ١٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځيدو سره نښتر لوبډلې ته ١٨٥ منډې هدف وټاکۀ ، له دې وروسته نښتر لوبډلې توپ وهنه پيل کړه خو نښتر لوبډلې ونشوای کولی چې نوموړی هدف پوره کړي او  په ١٤ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٩٠ منډې جوړې کړې، لوبه په ډېر لوړ تفاوت (١٠٠) منډو د پکتيا پوهنتون   په ګټه تمامه شوه.

د يادونې وړ ده چې په دې سيالۍ کې د پکتيا پوهنتون  له خوا قاري اسماعيل ٨٥ منډې او  رحمت ٦٣ منډې جوړې کړې باز محمد ٤ لوبغاړي وسوځول .

 قاري اسماعيل  د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

خیال محمدزرمتی 08.09.2011 07:50

salamona aw neke hele ,<br />deer khushala shwam che taso dasi da cricket raporona khparawie.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.