%da%85%d9%be%d9%87

غوره غزل / رحمت الله درد

03.12.2011 19:13

د ښاغلي رحمت الله درد يو ښکلی او شهکار غزل :


 

مرګ هم ممکن نۀ دی الله! ، ستا لۀ رضا نه بغېر

ګنې دا ژوند دی؟ ، چې تيريږي  لۀ اشنا نه بغېر؟

رښتيا دي ګله! چې ګلاب چېرې بې خاره نۀ وي

هر څۀ درکړي دي خدای تا ته ، لۀ وفا نه بغېر

تۀ دومره وکړه،چې پۀ خوږ زړګي مې لاس کېږدوه

بيا راته وايه ! که روغ نۀ شو لۀ دوا نه بغېر

کاڼي دي کاڼي ، د يوې پيسې ارزښت نۀ لري

زړۀ محبت نه بغېر ، سترګې لۀ حيا نه بغېر

د زړګي کور مې بې لۀ تا نه داسې وران ليدۀ شي

لکه د کلي جومات لوګ شي لۀ مُلا نه بغېر

ما چې ټول عمر دعاګانې ورته غوښتې لۀ خدای

نن پۀ ما تېر شو لۀ سلام او لۀ دعا نه بغېر

چا وې چې مينه نۀ پټېږي ، په مونږ څوک خبر شو؟

هلته لۀ تا نه سېوا ، دلته کې لۀ ما نه بغېر

زړۀ به يې غواړي خو پۀ خولۀ ګل مخي (هو) نۀ کوي

مړوند يې نيسه کله ، کله لۀ رضا نه بغېر

تۀ مرور خو شه ! لۀ (درد) نه سترګې وا خو ړوه!

چا وې چې نشته دي مرګونه لۀ قضا نه بغېر .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.