%da%85%d9%be%d9%87

دوه شعرونه / صاحب شاه صابر او بختيار ساحل

08.01.2012 17:45

صاحب شاه صابر :

څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

مينې له مې زړۀ کوي

څۀ  د قهر اور کري

څۀ  د غضب تلۀ کوي

عشق او صبر اور ، اوبۀ

هيڅ ګوزاره نۀ کوي

ستا پۀ غم غني زړونه

نور غمونه څۀ کوي

هر پرهر مې هاغسې

اور کوي اوبۀ کوي

څۀ هغه يو ښکلی به

چا، چا سره ښۀ کوي

هر څوک خو صابر نۀ وي

هر څوک ښکلي څۀ کوي


 بختيار ساحل :

راشي شوګيره کوي

ټوله شپه کيسه کوي

څۀ لېوني خلک دي

جنګ کوي جګړه کوي

عشق ، خلوص او زغم ، وفا

څومره ښه واره کوي

سترګې چې ور واړووم

سره واوړي خوله کوي

بيا يې سترګې پټې دي

بيا به څۀ بانه کوي

زمونږ شعرونه هيڅ نۀ دي

خوند يې سريزه کوي

تا ته انتظار سپوږمۍ

څۀ بلا مزه کوي

يو ځای شول خندا، برېښنا

خدای مې دې پرده کوي

زمونږ دښمن زمونږ کور کې

خوب کوي دمه کوي

اوه، ساحل ويلي وو

بل چېرته به شپه کوي

څو نور شعرونه :

دوه شعرونه / سايل او جلال

غوره غزل / رحمت الله درد

بې ننګانو! / الحاج الهام الدين قيام

احمدضیااحمدی تهران 20.01.2012 16:35

سلامونه اونیکی هیلی دچپی سایت مسول گران ورور فاطمی صاحب ته .البة کله چی داسایت زه گورم نوخدای شته چی مادهغو شپواو ورزو په یاد کی اچوی دگزمی په پلمه دخپل تم زای سخه به مو ستاسی حجری ته ذانونه درسول او ترهغی به ناست و چی بجلی به لاره ! په هرصورت ستاسو دشکلی سایت شپه په شپه یوذل خامخا گورم . نورمو وخت نه نسم په خدای مو سپارم ..

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.