%da%85%d9%be%d9%87

غوره غزل / اسرار اتل

12.01.2012 18:05

 څو به ګلونه قتلوئ ، څو به ترې ساه وباسئ

د مينې خيال به لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ

تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي

زما د تن وينې نچوړ کړئ ، ما نه ساه وباسئ

فرق همدغه  دی ، چې دواړه بس د يو کلي يو

زۀ امن غواړمه او تاسو ترې رڼا وباسئ

حجره به ورانه شي ، جومات به هيڅوک نۀ پېژني

کۀ تصور ترې د ماما او د کاکا وباسئ

بيا به ګودر ، بيا به چينار ته څوک څۀ نۀ وايي خو!

بس د دې کلي نه يو خان او بل ملا وباسئ

نوم ورله مۀ ږدئ خېر دی مونږه خلک پېژنو خو

زما د کوره  دا شر ورک کړئ دا بلا وباسئ

اتله يار دې انکار وکړي چې دې نۀ پېژنم!

بيا د هغۀ د لېونو د صف نه ما وباسئ

څو نور شعرونه :

غوره غزل / صاحب شاه صابر

غوره غزل / رحمت الله درد

غوره بيتونه - درېم

غوره بيتونه - دويم

غوره بيتونه - لومړی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.