وېروونکې او کږه ،وږه لار !
23.01.2012 18:57کېدای شي دا ډول کږه ، وږه لار د نړۍ پۀ هيڅ ځای کې نۀ وي . دغه لاره چې د چين لۀ جنوب څخه پورته خواته تللې، د چين هيواد، د هونان ولايت يوه لۀ زړۀ راښکونکو منظرو څخه ده.
د دې وېروونکې لارې ټيټه برخه ٢٠٠ متره د سمندر لۀ سطحې څخه ښکته ده، پۀ داسې حال کې چې د لوړوالي اندازه يې ١٣٠٠ متره د سمندر لۀ سطحې څخه پورته ده ، نۀ يوازې داچې د نړۍ لۀ پېچلو او کږو، وږو لارو څخه ده بلکې پۀ اوږدوالي کې هم بې سارې ده.
هغه چلوونکي چې د زړۀ پۀ ناروغيو اخته وي ، پۀ دې لاره د تللو اجازه نۀ لري .



|
|















