%da%85%d9%be%d9%87

د نړۍ ځيرک سړی !

18.02.2012 14:27

کتنې:

 کتنې:

ویلیام جیم سایدیس، د نړۍ ځيرک تن ؤ چې و يې کولی شول پۀ يوکلنۍ کې ليک  لوست وکړي ، پۀ پنځۀ کلنۍ کې  د نړۍ پۀ پنځو ژبو خبرې وکړي او پۀ يوولس کلنۍ کې د هارورډ پوهنتون استاد شو. سايديس پۀ ١٨٩٨ کال کې پۀ امريکا کې  وزېږېداو پۀ ٤٦ کلنۍ کې  مړ شو.

د نړۍ ځيرک سړی:

 هغۀ د رياضي او ژبو پۀ يادولو کې يو بې ساری قوت درلود. د لومړي ځل لۀ پاره د هغۀ چټکې ذهني ودې د خلکو پام ځانته واړاوۀ. او وروسته يې پۀ خپل ذهن د برلاسۍ لۀ امله  ډېر زيات شهرت تر لاسه کړ.

مګر پۀ اخر کې يې د خلکو لۀ نظرونو ځان لرې کړ، لۀ رياضياتو هم زړۀ توری  او ګوښه شو ، او پۀ بدلو نومونو يې ليکنې کولې.

نورې ځانګړنې يې دادي چې : هغۀ  وکولی شول چې پۀ اتلس مياشتنۍ کې (نيويارک ټايمز) ولولي، پۀ اتۀ کلنۍ کې پۀ اتو ژبو خبرې وکړي ، او پۀ زړۀ پورې دا چې پۀ وروستيو کې يې يوه نوې ژبه منځته راوړه او نوم يې پرې  VENDERGOOD  کېښود.

د يادونې وړ ده  چې د نابغه انسانانو د ځيرکتيا ضريب  ١٥٥ نه تر ٢٠٠ پورې دی خو سايديس پۀ دې وتوانېدۀ چې د نړۍ د ځيرکو انسانانو ريکارډ مات کړي .

د بېلګې پۀ ډول ، بايد ووايو چې د ګاليله د ځيرکتيا ضريب ١٨٠ او د بيل ګيټس (چې د مايکروسافټ کمپنۍ بنسټ ايښودونکی دی) ١٦٠ ښودل شوی دی .

څو نورې ليکنې:

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!

څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو!

دوه کاله پۀ تشناب کې ژوند!

د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی!


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.