%da%85%d9%be%d9%87

کره ټپې - لومړۍ

02.03.2012 20:36

کتنې:

 کتنې:

کۀ پۀ ميوند کې شهيد نۀ شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

***

خال به  د یار لۀ  وينو کېدم 

 چې شينکي باغ کې ګل گلاب وشرموينه

***

د غرۀ پۀ سر لاټين بليږي

هغه مې ورور دی ماته ګوتې جوړوينه

***

دېوال سوری که ګوتې راکه

پلار مې خټګر دی بيا به جوړ کړي دېوالونه

***

اختر پرون ؤ پرون تېر شو

د بغدادۍ کوترو نن راغلل سيلونه

***

ورونه اختر ته خويندې بيايي

بې ورونو خويندې دېوالو ته ناستې دينه

***

اختر چې تېر شي بيا به راشي

د نادانۍعمر چې تېر شي نۀ راځينه

***

زما د اوو ورونو لښکر دی

کۀ زۀ سرتوره پۀ لار ځم پټه به يمه

***

د مازيګر زيړيه لمره

پۀ روغو وايه د رنځورو سلامونه

***

چې لمونځ قضا شي بيا ادا شي

ادا به نۀ شي قضا شوي ديدنونه

***

د مازيګر زيړيه لمره

يا مې درواخله يا در لنډ که تنابونه

***

چې مازيګر شي زېړی لمر شي

پۀ چا اختر شي څوک دغم ژړا کوينه

***

ګودر د پېغلو جماعت دی

امام يې نشته مخ پۀ لمر ولاړې دينه

***

د جانان کور پۀ لمر خاتۀ دی

کۀ پۀ قبله وای ما به لمونځ ورته کاونه

***

مخ پۀ قبله مې د يار کور دی

لمونځ مې بانه دی د خپل يار ديدن کوومه

***

چپه کاکله د غم ګله

پۀ سيخکي پسې لۀ بامه ولوېدمه

***

چې سپينه خولۀ خورې،خاورې وخورې

پۀ سپينه خولۀ د مرګي لارې تللې دينه

***

ښېرا مې ډېرې زړۀ ته راشي

تا ته يې نۀ کووم پۀ زړۀ يې تېروومه

***

زما دې څټ پۀ کتو مات کۀ

الله دې ستا پۀ راتلو شړک وغورځوينه

***

پۀ زړۀ مې اور د ګرګو بل دی

د اسوېلو سره سکروټې غورځوومه


يادونه : مونږ د کره ټپو د راټولولو او خوندي کولوهڅه کوو، پۀ دې برخه کې ستاسو همکاري اړينه ده.

سوچه ګل 25.11.2012 05:54

گودر د پیغلو پارلمان دی +++++ بوتلې نشته په منګو ویشتل کوینه

شریف الله دولت زی 02.03.2012 21:15

ښاغلی فاطمی صیب سلام می ومانه په پاڼه کې مې دې د کره ټپې په نوم نوې برخه ولیده ډیر زیات پرې خوښ شوم ټپه د ولس مال دی او تاسې یې د راټولولو یو ښه هڅه پیل کړې خدای مو په کی کامیاب لره او د کره ټپې د برخې لوستلونکو نه غوښتنه کوم چې له تاسره په دی برخه کارنده ونډه واخلی او د خپل ځان له لوري هم ډاډ درکوم چې خپله ملګرتیا به له تا سره په دی برخه ساتم په اخره کې دا ټپه تاته او ستا د پاڼې لوستونکو ته ډالۍ کوم په ډیر څه یې ومنی<br /><br /> که به زما په دعا کیږي <br /> خدای دی پاچا کړه چې سلام ته دې درځمه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.