%da%85%d9%be%d9%87

افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه

16.03.2012 18:40

د افغانستان او نيپال د کرکټ  لوبډلو تر منځ شل آوريزه سيالي نن د ٢٠١٢ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ١٦ مه د متحده عربي اماراتو پۀ شارجه سټيډيم کې  تر سره شوه.

افغانستان پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې د شپږ لوبغاړو پۀ سوځېدو سره پۀ شلو آورونو کې مخالفې لوبډلې ته د١٥٨ منډو هدف وټاکۀ.

پچه اچونه

لۀ دې وروسته نيپال توپ وهنه پيل کړه او په شلو آورونو کې يې د شپږ لوبغاړو پۀ سوځېدو ١٢٣ منډې جوړې کړي او و نۀ توانېدۀ چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي، چې لوبه د٣٤ منډو پۀ توپير د افغانستان  کرکټ ملي لوبډلې پۀ ګټه پای ته ورسېده.

افغان زمريان

پۀ ننۍ لوبه کې کريم صادق او محمد شهزاد محمدي ډېره ښه او پۀ زړۀ پورې توپ وهنه وکړه او دواړو لوبغاړو نيمه سليزي ووهلې. کريم خان صادق د نيمه سليزې بر سېره پۀ توپ اچونه کې  وکولی شول چې د نيپال يو لوبغاړی هم وسوځوي چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کريم صادق

د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې لۀ نيدرلينډ، پي اين جي او ډنمارک څخه هم پرله پسې سيالۍ وګټلې.

څو نورې ليکنې:

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!

 انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ!


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.