%da%85%d9%be%d9%87

کره ټپې - دويم

17.03.2012 18:58

کتنې:

کتنې:

پۀ دېوال غنې راته مۀ ږده

د شرمښانو لارې چا نيولې دينه

دا زړۀ مې داسې درنه تور شو

لکه د ژمي لوګي تور کړي دېوالونه

زما خو تۀ يادېږې ياره!

دنيا دې دروزه شي چې اور پرې بلوومه

مجلس خو پس د نيمو شپو وي

چاته چې مور نارې وهي هغه دې ځينه

د تورو غرو توره ښاماره!

چې دې خوړلم خبر کړی به دې ومه

ودې ليدم چې ټس مې درکۀ!

تۀ مې مين کړې زۀ کرارې کېناستمه

پۀ خولۀ به جنګ درسره وکم

د بڼو لاندې به زارۍ درته کوومه

خدای به پۀ خپله مازيګر کړي

د چينارو سرو ته مۀ خېژه مينه

زمونږ د کور دېوال ته کېنه

ديدن به وشي ګاونډيانو کره ځمه

ما ته پنځۀ ګوتې د سرو که

پۀ دغه لاس به اشارې درته کوومه

ما ته اتۀ ګوتې د سرو که

پۀ دواړه لاسه به دې کور راټولوومه

ورور مې ملګرو کې مالوم دی

د تور څادر ځونډي يې ما جوړ کړي دينه

څلور مې ورونه زېړ ګلونه

کنډو يې مه کړې د يوې باغچې ګلونه

څلور مې ورونه زېړ ګلونه

د زېړو ګلو پۀ سر زۀ ولاړه يمه

زما د خواښې ډېر زامن دي

دا لېونی پۀ کې زما ورسېدنه

سر مې سرتور شو مخ مې تور شو

را باندې راغلۀ شهزادګان جوړه لېورونه

سترګې خو هر چا تورولې

پۀ دې ميرات کلي کې زۀ وشرمېدمه

پلو پۀ ځان پسې راکاږي

پروردګاره! مېلمنه به د چا وينه

شهۍ د برې بانډې راغله

پۀ تور کميس يې شومړو لارې کړې دينه

چارګل دې ما اخيستی نۀ دی

پۀ چوتره ګۍ دې مونځ کاوۀ پاتې به وينه

څو نورې ليکنې:

کره ټپې - لومړۍ

افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه

انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ!

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!

ضياالحق (مقصوديار) 21.05.2013 08:59

یوورځ می دشپون صاحب یومضمون لوسته دمحمدګل خان بابا خبره یی کوله بابابه ویل پښتون که دریشی واچوی لباس بدل کړی پروا نکړی مګردوه شیان یی بایدیادوی یواټن دوهم پښتولندی داټپی می خوښی شوی نودیوپښتون احساس له مخی می وغوښتل یوڅوټپی درسره شریکی کړم اوهرلوستونکی نه هیله لرم اقلایوه یوه ټپه دلته شریک کړی .
موریی په کلی شومړی غواړی .لوریی په نیم من کوچوسرنه غوړوینه
سترګی خوتاورکړی خدایه .داچنګ بانړه یی په زرګرجوړکړی دینه
ودی ویشتم پورته دی نکړم .ښکاری ویشتلی مرغی زر اوچتوینه
زماجانان ګل دپیروتی .نری یی ګوتی میرزایی به په کومه
زړه می نری درزونه وکړل .لکه دیوال چی زلزلی وهلی وینه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.