%da%85%d9%be%d9%87

پښتانه او غزاله / قربان

03.07.2012 16:43

السلام عليكم و رحمةالله و بركاته
په دې نيت چې لوستونکي وروڼه خفه نه شي او په دې خاطر چې زما دې څو ټکو کې يو څه فکر وکړی او بيا ېې د يو مسوليت په توګه نورو سره شريک کړی غواړم يو څو ټکي وليکم خبر اوږدول نه غواړم
مطلب مې دا ده
د دغې غزالې مړينې سره د انټرنيټ په مختلفو رسنيو کې د پښتنو لخوا د ژور خفګان پيغامونه نشريږي او لا خواخوږي ېې لا پسې زياتيږي نن څو ورځې بعد زه هم د دغې مرحومې مړينې سره ډيرزيات خفه شوم شايد چې چې زما خفګان له هر پښتون که د لر وي او که د بر زيات وي خو البته زما او د دوی په خفګان کې به ډير فرق وي بلکه بيخي به معکوس وي محترمو پښتنو وروڼو ستاسو د غه ژورو خفګانونود دغې سندرغاړې په مړينې ېې چې کوی ما ته ژور ټکانونه راکړل بلکه شايد يو تعداد نورو
پښتنو وروڼو ته به ېې هم ټکانونه ورکړي وي او هغه په دې چې هغه غيرتي،له حيا ډک،په ناموس قربان پښتون نن د يوې داسې ښځې په مرګ باندې د غم اظهار کوي چې همدغو پښتنو به پخوا دغسې ته ډير په سپکه کتل او د (ډمې) خطاب به ېې ورته کاوه نن چې په پښتون قوم باندې د مخامخ يرغل تر څنګ فکري،او کلتوري ير غل هم ښه په درز روان ده دغو ډمو ته د هنرې او څه شي څه شي با ادبه القابو استعمالول په پښتون باندې د همدغه کلتوري او فرهنګي يرغل نتيجه ده زه هغو خلکو ته چې دې کار ته د پښتو ادب خدمت او قسما قسم القاب ورکوي دا وايم چې ايا تاسو د يو پښتون په حيث دا زغملئ شی چې ستاسو د کور با حيا تورسرې دې لوڅ سر بې حجابه په ډمخانو کې د ډمتوب زده کړه وکړي او بيا دې کنسرتونو کې ګډون وکړي زه تعجب کوم د غزالې جاويد پښتون پلار ته چې ځان ېې څنګه پښتون باله او خلکو به ولې ورته پښتون ويلي چې همدغه پښتون پلار به دا لور ډمتوب ته تشويقوله اريشګاه ته به بوتلله او حتی چې پروګرامونو ته ېې هم بوتلله غيرتمندو پښتنو ! ولې درنه هر څه ګډوډ شو په دې کمه موده کې مې چې په مختلفو پاڼو او فيسبوک کې د غزالې د مړينې په مناسبت د پښتنو غمرازي وليدله په بله يوه پيښه کې مې هم دومره ډير پيغامونه نه وو ليدلې يا خو نورو حالاتو خبر نه ياست اويا مو ځان قصدا کوڼ او ړوند اچولی ستاسو دغه د غم پيغامونه بايد د لاندې پيښو د خبر لاندې په هره پاڼه آو فيسبوک کې بيخې ډير نشر شوي وای (
ټول خبر دي چې د ستر لارښود صلی الله عليه وآله وسلم ګستاخي په کرا تو کراتو وشوه خو ستاسو پيغامونه دومره نه لکه چې اوس د دغې ډمې په مرګ ېې کوی
او دا هغه د امت په غم غمجن پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم دی چې په خپلو مبارکو احاديثو کې ېې د ساز او سندرو ويلو او اوريدلو او کاروبار څخه ېې منع فرمايلې ده
او بل د قرآن ګستاخيانې وشوې خو د پښتون قوم د غم پيغامونه مې د خبر لاندې هيڅ تر سترګو نه شو که ېې نه منی همدغه نژدې ورځو کې د کچلاغ په سيمه کې د يوه خبيث لخوا عظيم قرآن ته اور واچول شو خبر ېې په ويب پاڼو کې نشر شو خو د پښتنو د غمرازۍ پيغامونه صفر وو بې له همغو د کچلاغ د غيرتي خلکو له غبرګون څخه بل هيچا هم نه په لر او نه په بر کې څه شديد غبرګون وکړ.او دا هماغه قرآن ده چې سندرو او موسيقی حرمت په کې په صراحت سره راغلی او په دې عظيم قرآن کې الله تعالی ښځو ته امر کوي چې خپل حجاب وساتئ او په کورو کينې او....
او بل دا د مسلمانانو ،عالمانو،افغانانو،او پښتنو په وژنو چې هره ورځ په لسګونو لسګونو په مظلومانه ډول وژل کيږي او خبرونه ېې نشريږي خو د غمرازۍ پيغامونه صفر وروڼو خبرې رانه اوږديږي شايد چې زما خفګان مو درک کړي وي نور و ويناو ته حاجت نشته هر څوک که خپل ګريوان کې فکر وکړي پوهيدای شي چې دغې مرحومې کوم د کار ،کارونه مونږ ته پريښودل.
والسلام

طلحه 17.11.2012 09:34

محترمه وروره يقيني خبره ده چي يوازي دبشتون قوم نه ,نه بلكه دټولو نام نهادمسلمانانونه هم دخفل مذهب اوعقيدي لاره وركه شويده
(والي الله المشتكي)

نظر محمد 06.07.2012 20:23

وروره په قلم دې برکت شه
پښتنوته په کار وو چې د کندهار د زنګاوت په پيښې ېې وير کړي وای
بايد په هغو مسلمانو پښتنو افغانانو ېې وير کړی وای سرو کفارو ېې په جسدونو هغه وحشيانه عمل تر سره کړل چې شايد حيواناتو هم نه وي کړی خو دغو وکړ او نور خو لا څه چې هغه د انساني کرامت لحاظ هم ترې خوندي نه ده پاتې
او يو ځل بيا ېې ځانونه د دغه آيت مصداق وګرځول
اعوذ با الله من الشيطن الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
اولئك كالانعام بل هم اضل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.