%da%85%d9%be%d9%87

د هندوستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

20.08.2012 13:24

کتنې:

کتنې:

پاکستان د کرکټ نولس کلنو کپ سیالیو په دوام له هند څخه ماتې ومنله د نولس کلنو نړیوال کپ سیالیو په کوارټر پایلوبه کې نن هندوستان له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووت چې د هندوستان له خوا له ماتې سره مخ شو. 
پچه پاکستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، د پاکستان  نولس کلنو لوبډلې د ۴۶ اور په لوبولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل اود هند نولس کلنو لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.
هندي لوبغاړو په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د پاکستانۍ لوبډلې لوبه پیلونکی لوبغاړی سمېع اسلم یې په لومړي بال سره وسوځاوه. همدا راز هندي بالرانو وکولی شول چې د پاکستان تکړه لوبغاړي امام الحق، محمد نواز، سلمان افریدی او ضیاءالحق په بې له کومې منډې (په صفر) وسوځوي.
خو د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم وکولای شول په ۱۴۱ بالونو خپله پینځوسیزه پوره کړي. همدا راز احسان عدیل وکولای شول ٣٥ منډې جوړې کړي. 
د هندوستان له خوا په توپ اچونه  کې ځوان لوبغاړي سنډیپ شرما ۳ پاکستاني لوبغاړي او   راویکنټ سېنګ هم ٣ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان کرکټ ١٩ کلنه لوبډله
 هندوستان خپله پاڼۍ پیل کړه او د پاکستان له خوا ورکړل شوي هدف ته یې د ځان رسولو هڅه کوله، که څه هم هندوستان هم خپل درې لوبغاړي بې له کومې منډې جوړولو له لاسه ورکړي وو خو بیا هم وتوانېدل د ۴۸ اور په پای ته رسېدو سره د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان له خوا ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او لوبه وګټي. 

د پاکستان له خوا په توپ اچونه کې ضیاءالحق او عزیز الله وتوانېدل  چې درې ، درې هندي لوبغاړي وسوځوي، خو په ټول کې لوبه ډېره په زړه پورې وه چې تر ډېره یو شان روانه وه، د هندوستان او پاکستان تر منځ تل لوبې په همدې ډول په زړه پورې وي. 

پاکستان تردې مهاله د نولس کلنو په نړیوال کپ سیالیو کې کومه ماتې نه درلوده خو نن د دغه هېواد د پخواني سیال هند له خوا له ماتې سره مخ شو. او په دې سره هند د نړیوال کپ سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. 

ځو نورې ليکنې:

افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه

 انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ!

انګلستان بيا پاکستان ته ماتې ورکړه!

افغان کرکټ لوبډلې سيالي وبايلله، خو ټول زړونه يې وګټل!


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.