%da%85%d9%be%d9%87

غواړئ چې انټرنیټ مو ۳۰٪ نور هم چټک شي

28.11.2012 20:57

کتنې:

کتنې:

نن ورځ انټرنیت د نړۍ په خوځښت کې یو ډېر مهم ځای نیولی، مګر یو غټ مشکل چې مونږ ډېر ورسره مخامخ کیږو هغه د انټر نیټ چټکتیا ده، د اڼترنیټ د چټکتیا له پاره په نړۍ کې بې شماره سافټ ویرونه شته! خو څومره رښتوني دي او سم کار کوي؟

 زه تاسو ته یوه داسې لاره درښییم چې په دې سره کولی شئ له سافټ وېر او مصرف پرته انټرنیت چټک کړئ!، دا د وینډوز یوه  ساده طریقه ده، مونږ ازمایلې او ډېر توپیر مو احساس کړی .

له دې لارې کولی شئ د انټرنیټ چټکتیا له ۲۰ – ۳۰ ٪ پورې لوړه کړئ .

طریقه یې په لاندې ډول ده :

په Run کې gpedit.msc ولیکئ او OK یې کړئ، تاسو به د(Local Group Policy Editor ) شکل سره مخ شئ ، په نوموړي شکل کې په ترتیب سره لومړی Administrative Templates بیا Network او ورپسې QoS Packet Scheduler وټاکئ ، او په QoS Packet Scheduler کې په Limit reservable bandwidth ډبل کلیک وکړئ  .

 (د لاندې تصویر په شکل چې په سرو کرښو سره په نښه شوي دي)

 لومړی شکل

له پورتنیو چارو وروسته له لاندې شکل سره مخ کېږئ! :

 دویم شکل

 په دې شکل کئ Enable اپشن غوره کړئ او  Bandwidth limitصفر وټاکئ، بیا Apply او OK .

دیادونې وړ ده چې پورتنۍ طریقه په وینډوز سیون کې کار کوي.

څو نورې لیکنې:

څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو!

پۀ هغو پروګرامونو کې پښتو ولیکئ چې پښتو پکې نۀ لیکل کیږي

انټرنيټ ډاونلوډ منېجر (په رجسټرشوي بڼه) وړيا لاسه کړئ!

انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس

تبصره وکړئ!

علی حضرت کتوازی 09.04.2013 07:52

گرانو استادانو له تاسو نه دیره مننه کوم چی موژ ته دومره مهیم معلومات راکوی الله موژوندی لره دپشتولپاره دومره خدمت کوی <br />دیره مننه<br />ستاسو ورور <br />علی حضرت کتوازی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.