%da%85%d9%be%d9%87

غزل / محمد داؤد ساګر

31.01.2013 19:30

زړه مې خوشحالي کوي او ترنګ غواړي
نن د یار د سرو شونډو قلنګ غواړي
ورک دې بې وفا جانان شي مړ دې شي
کله چې خفه یمه نو څنګ غواړي
زړه مې نور له سپینو نه تور شوی دی
اوس مې دا زړګی تورغنم رنګ غواړي
شونډې دې سپیرې دي ښه پوهیږمه
دا زما د زړه دوینو رنګ غواړي
تیره شپه مې یار په خوب لیدلی دی
زړه مې په ټوپونو دی غورځنګ غواړی
زړه دې چې ورکړی دی خوشحاله دی 
نور به درنه څه ساګر ملنګ غواړی


محمد داود ساګر :
نوی ځوان شاعر یم که څه ګډوډي لري بخښنه غواړم 
لمړنی ځل مې دی چې خپل شعرونه مینوالو سره شریکووم هغه هم د څپې له لارې هیله لرم چې خوښ یې کړئ  تر څو نور شعرونه ولیکم.
په درناوی 

ستاسو زلمی ورور محمد داود ساګر

زرلشته صافۍ 01.02.2013 15:18

ساګره وروره شعر دی ډیر خوند وکه ډیر می خوښ شو

جنت ګل شینواری 31.01.2013 19:38

ساګره وروره! غزل دې ډېر خوندور دی ماته خو یې خپله ډېره مزه راکړه ، خلاچې!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.