%da%85%d9%be%d9%87

افغانه! / الحاج الهام الدین قیام

24.07.2013 02:14

کتنې

کتنې

دوعدې سره سم دادی ځمادغوښتنواوپوښتنوپه
لړکې له غيرتي افغانانوڅخه څوپوښتنې لرم٠


وايه افغانه چې کوم چادرنه حجره ورانه کړه؟
چادبابادجرګوخونه،چاديره ورانه کړه؟
چادې سورڼۍ،چادې رباب،چادې سه تارمات کړو؟
چادې سندره،چاټپه،چاننداره ورانه کړه؟

وايه چې چادرنه رواج،چادې دستورمات کړو؟
افغانه چادرنه فرهنګ،چادې کلتورمات کړو؟
افغانه چادې دغرورپګړۍ دبل په سرکړه؟
چادې دپلاردتورې نښه،چاغرورمات کړو؟

له چاشرميږه مه افغانه،په جرئت ووايه
نورددرواغووخت تيرشوی،حقيقت ووايه
چې هرڅوک تاته پدې کارکې ملامت ښکاريږي
اوس ملامت ته ګرانه ته هم،ملامت ووايه

الهام الدین قیام

 څو نور شعرونه

پوښتنې او غوښتنې

لکه زرکه

سنګسار

د ويرونو اختر

ليونتوب

دسولې سپرلۍ

تبصره وکړئ!

تراب 28.07.2013 09:38

نورددرواغووخت تيرشوی،حقيقت ووايه<br />حقیقت خو دا دی چې طالب یو وحشي او ادم کش دی خو ایا ویلای شم؟ که ووایم وژني مې.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.