%da%85%d9%be%d9%87

یو بوډا سړي له خپلې مېرمنې سره د مینې په خاطر دویم تاج محل جوړ کړ!

28.07.2013 15:31

اصلي تاج محل په ۱۶۳۱ کال کې هندي شاه جهان د خپلې مېرمنې له پاره جوړ کړ ، د دې ځای په جوړېدو کې سلګونو کاریګروکار وکړ او په څو کلونو کې یې د جوړېدو چارې بشپړې کړې، چې هیڅکله به یې یاد د نړیوالو له یادونو څخه ونه وځي .

هند ډېر لرغوني اثار لري چې د هغوی له ډلې څخه ډېرمهم یې (تاج محل) دی، دا لرغونې ودانۍ ډېر سیلانیان ځانته جذبوي او د نړۍ له ښکلو ودانیو څخه شمېرل کیږي .

(فیضل حسن کاداري) د هند له پوسته خانې څخه تقاوت شوی هندي سړی دی چې یو ډېر په زړه پورې او عجیب کار ته یې لاس اچولی، هغه په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې مېرمنې له مرګ نه وروسته خپل ټول ژوند دهغې په یاد کې تاج محل جوړولو ته ځانګړی کړ.

دویم تاج محل

دې ۷۷ کلن سړي  د دې له پاره په دې کار لاس پورې کړ چې د مېرمنې یاد یې تل پاتې وي، هغه د دې  واړه تاج محل د جوړېدو له پاره ټول ژوند پلورلی، هغه په خپلو سپمول شوو پنځه زره ډالرو او د څو محلي کارګرو په مرسته د دغې  ودانۍ د جوړېدو چارې په دوه کلونو کې بشپړې کړې .

هغه چې په دې ورځو کې  پیسې نه لري پرېکړه یې وکړه چې دا ودانۍ د مسافرو د اوسېدو له پاره په اجاره ورکړي تر څو  هغوي په دې تاج محل کې شپې تېرې کړي .

                                                                             دا لیکنه کتل شوې  د کتونکو شمېر   ځلې

 

څو نورې لیکنط

يوې ښځې د شپږ پښو لرونکی ماشوم وزېږاوۀ

مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي!

دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري!

هغه سړی چې پۀ نيم بدن ژوند کوي

تبصره وکړئ

صمد خان 28.07.2013 16:56

دي ته وايي مینه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
ښۀ راغلاست! سيدجمال الدين فاطمي (څپې) ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي .څپه په خپلو ليکنو، وړانديزونو، نيوکو او همکاريو لا ښکلې کړئ . مننه . همدارنګه يادونه کوو چې د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق لۀ (څپې) سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.